کابل، د غوایي ۳۰مه، باختر
د پلخمري د ښاروالۍ مسوولین وایي، چې د دغه ښار په ټولو شپږو ناحیو کې بند شوي کانالونه، سړکونه او ویالې بیرته خلاصې شوې دي.
د پلخمري د ښاروالۍ ویاند فواد احمد هوتک د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې د پلخمري ښار د شپږو ناحیو په بېلابېلو سیمو کې د سختو سېلابونو د راوتو له امله ګڼ شمېر کانالونه، ویالې، سړکونه او لویې لارې بندې شوې وې چې د ښاروالۍ په هڅو بیرته خلاصې شوې.
هوتک زیاته کړه، د پلخمري ښار په دویمه، درېیمه، څلورمه، پینځمه او شپږمه ناحیو په ګذرونو کې او د لومړۍ ناحیې په هژده کوتل، کرم علي او قول پشه یانو سیمو کې بند شوي سېلبرونه، کانالونه، ویالې، سړکونه او لویې لارې چې د سختو سېلابونو له امله بندې شوې وې د ښاروالۍ او د خلکو په همکارۍ بیرته خلاصې شوې چې د خلکو ستونزې ورسره کمې شوې دي.
د یادونې وړ ده، چې د سېلابي رسوباتو په پاکولو سربیره یې په یادو ناحیو کې شته کثافات او خځلې نورو ځایونو ته لیږدولي.