سیاستخبرونهTOPتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

راتلونکي ته پام؛ افغانستان کې د کورجوړونې شرایط باید سخت او پام ورته وشي

کابل، د غوايي۳۰ مه، باختر

تبصره:

د بغلان د پېښې په ګډون دا څومه طبېعي پېښه ده، چې د افغانستان له خلکو قرباني اخلي، خو د مخنیوي لپاره یې بیا هم اقدام نه کېږي.

لسګونه ځله سېلابونه راغلي او زمونږ هېواد وال یې شیهدان، ټپیان او زیانمن کړي دي، خو بیا هم درس نه دی اخیستل شوی.

دا یواځې د اوس خبره نه ده؛ بلکې له ډېر پخوا راهیسې افغانستان کې د اوسېدو د کورونو د جوړولو په برخه کې ستونزې شته، مثلاً د کلیو د ابادۍ لپاره د ځایونو مناسبوالی په پام کې نه دی نیول شوی او دې ته پام نه دی شوی، چې ایا دا سیمه په راتلونکي کې د سېلابونو د راوتلو، ځمکه او غر ښوېدنې او نورو طبېعي پېښو له خطر څخه خوندي ده او که نه؟

موږ او تاسو ټول په خپلو سیمو کې ګورو چې ګڼ کلي؛ سیندونو، لویو کانالونو، د غرونو لمنو او خوړونو سره نږدې په داسې ځایونو کې اباد شوي، چې هلته د سېلابونو د راوتلو، ځمکې او یا هم غرونو د ښويېدو د خطر کچه ډېره لوړه وي.

دغه راز که چېرته د کورونو جوړښت ته پام ونه کړو، نو ډېرو سیمو کې غیر معیاري او خام کورونه جوړ شوي او یا جوړیږي، چې د زلزلې او شدید طوفان په مقابل کې کمزوري او د غورځېدو له خطر سره مخ دي.

نو یواځې په افغانستان کې نه؛ بلکې په ټوله نړۍ کې دې هغه سیمې له خلکو تخلیه شي، چې د سېلابونو د راوتلو، ځمکې او غر ښويېدلو او نورو طبېعي پېښو سره مخ دي او دغه راز د غیر معیاري کورونو د جوړولو مخنیوی هم اړین دی.

دغه چاره باید حکومتونه، مرستندویه ادارې او د ملګرو ملتونو د مرستو سازمانونه ترسره کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته