کابل، د غوایي ۲۷مه، باختر
د پکتیکا د امنیې قومندانۍ مسوولینو په دغه ولایت کې د یو شمېر وسلو او مهماتو د کشف او ضبط کېدو خبر ورکړی دی.
د یاد ولایت د امنیې قوماندانۍ د رسنیو مسوولینو د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته ویلي چې د دغه ولایت په شکین، مټاخان او زرغون شهر ولسوالیو کې پنځه میله کلاشینکوفونه، یوه چانټه، یوه برچه، شاجورونه او ځینې نور نظامي مهمات د یو لړ عملیاتو په ترځ کې ترلاسه شوي دي.
د یادونې وړ ده، چې له دې وړاندې هم د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې یو شمېر وسلې هم نیول شوې وې.