خبرونهاقتصادټولنه

په لوګر کې د څه باندې ۴ میلیونه افغانیو په لګښت یو چکډېم جوړیږي

کابل، د غوایي ٣٠ مه، باختر

د لوګر ولایت د محمدآغې ولسوالۍ  اړوند د آب بازک سیمه کې د ۴.۴ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه چکډېم د جوړولو چارې پیل شوې.

د لوګر د سیندزې فرعې حوزې مسوولین وايي، چې دغه چکډېم، د ٥٨٠٠ مترمکعب اوبو د زېرمه کولو وړتیا لري د ۴.۴میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو او انرژۍ وزارت له پراختیایي بودجې څخه تر راتلونکي دریو میاشتو پورې جوړیږي.

د مسوولینو په وینا، د دغه چکډېم دېوال ٥٣ متره اوږدوالی او ۵ متره لوړوالی لري، چې په جوړېدو سره به یې د سیمې اوسېدونکي د سېلابونو له زیانونو څخه وژغورل شي او هم به شاړې ځمکې پرې خړوبه شي.

ورته مهال مرستیال والي مولوي محمد انور دین پرور وویل، چې د اوبو کنټرول او مدیریت یو حیاتي موضوع ده او اسلامي امارت په یاده برخه کې به خپلې هڅې ګړندي وساتي.

ورته مهال د سیمې یو تن قومي مشر قاري امیرخان د اوبو د مدیریت په برخه کې د اسلامي امارت هڅې بېسارې وبللې او غوښتنه یې وکړه، چې په راتلونکي کې دغې د روغتیا، پوهنې او سړکونو د جوړولو برخه کې هم پاملرنه وشي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته