خبرونهټولنه

په غور کې د وروستیو سېلابونو له کبله د قربانیانو شمېر ۷۰ کسانو ته لوړ شو

کابل، د غوايي ۳۰مه، باختر 

د غور ځايي چارواکي وايي، چې په دغه ولایت کې د وروستیو سېلابونو له کبله پر درنو مالي زیانونو سربېره د قربانیانو شمېره  ۷۰ کسانو ته لوړ شوی دی.

دغه سېلابونه په مرکز فیروزکوه سربېره یو شمېر ولسوالیو کې راغلي او خلکو ته یې سخت درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.

د غور وروستیو سېلاب ځپلو سیمو ته د اسلامي امارت له لوري ټاکل شوی پلاوی سیمې ته رسېدلی دی.

د یادونې وړ ده، چې په دې وروستیو څو ورځو کې سېلابونو په بغلان، هرات، غور، فاریاب او یو شمېر نورو ولایتونو کې سلګونو کسانو ته پر مرګ ژوبلې سربېره، زرګونه کورونه، زرګونه جریبه ځمکه او زرګونه حیوانات تلف شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته