خبرونهامنیت

په بلخ کې یو تن د انسان تښتوونکو له منګولو وژغول شو

کابل، د سلواغې ۲۳ مه، باختر

د بلخ امنیتي مسوولینو د بلخ ولایت په چهاربولک ولسوالۍ کې د انسان تښتوونکو له منګولو څخه د یوه تن د ژغورل کېدو خبر ورکړی دی.

د بلخ د امنیې قوماندانۍ ویاند محمد آصف وزیري وايي، چې تېره شپه د یاد ولایت د چهاربولک ولسوالۍ د امنیې قوماندانۍ ځواکونو پیرمحمد د عبدالظاهر زوی چې د یادې ولسوالۍ د ارزنګارو کلي اوسېدونکی دی د انسان تښتوونکو له منګولو ژغورلی او په تړاو یې یو تن له یومیل کلاشینکوف سره  نیول شوی دی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته