ټولنه

په هرات کې مرګانۍ ترافيکي پيښه

 کابل باخترد لړم د مياشتې  ١٠ :                        
دهرات و لايت  په فرسي ولسوالۍ کې   دترافيکي پيښې له امله يوولسو تنو ته مرګ  ژوبله  واوښته .                                                                                                  دهرات ولايت   دفرسي ولسوالۍ  په غرنۍ سيمه کې  ديو مازدا  موټر دچپه
کيدو له امله دښځو اوماشومانوپه ګډون  اووه تنه ووژل شول او څلور تنه نور  ټپيان شول.
دهرات دوالي وياند جيلاني فرهاد وايي چې دغه موټر له فرسي ولسوالۍ څخه   دادرسکن ولسوالۍ په لور روان و  چې له سړک څخه واوښت او چپه شو.
ددغې پيښې  ټول قربانيان او ټپيان  دموټر چلوونکي خپلوان و .
ويل کيږي چې دغه کسان  دادرسکن ولسوالۍ کوچيان وو.
په همدې حال کې   دپيښې ټپيان  دهرات مرکزي روغتون ته ليږدول شوي  او تر درملنې لاندې دي .
دهرات دمرکزي روغتون يوه مسوول محمدرفيق شيرزي ددغې پيښې دټپيانو روغتيايي حالت  مخ په ښه والي وباله .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته