کابل، د غبرګولي ۴ مه، باختر
د بلخ د امنیې قوماندانۍ چارواکي وايي چې د دغه ولایت په درېیو ولسوالیو کې پنځوس میله غیر قانوني وسلې ترلاسه شوې دي.
په بلخ کې د اسلامي امارت امنیتي چارواکي وايي چې امنیتي ځواکونو د دغه ولایت په چهارکنت، مارمل او نهر شاهي ولسوالیو کې پنځوس میله درنې او سپکې وسلې ترلاسه کړې او په تړاو یې پنځه تنه هم نیول شوي دي.
ن/ر