خبرونهاقتصادټولنه

په بغلان کې پولیسو په سیلابونو کې بند پاتي لسګونه مسافر ژغورلي 

کابل، د وري ۲۸ مه، باختر 

د بغلان ځايي چارواکي وايي، چې پولیسو د مرکزي بغلان په جلو ګیر  سیمه کې د کندز – بغلان پر لویه لاره لسګونه مسافرین چې د سېلابونو له امله بند پاتي وو، ژغورلي او د هغوی پر مخ یې لاره خلاصه کړې ده.

د بغلان ولايت امنيې قوماندانۍ  د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د یاد ولایت امنیه قوماندان مل پاسوال ملا جان محمد حمزه  د دې ولايت له زړورو خلکو او د نورو ولايتونو له هغو مسافرو سره د مرستې په موخه چې د مرکزي بغلان ولسوالی د جلوگیر په سيمه کې د سېلابونو له امله له ستونزو سره مخ وو يادې سيمې ته ورغلى و، په سیلابونو کې بند پاتې مسافر یې ژغورلي او لاره یې د هغوی پر مخ خلاصه کړې.

خبرپاڼه کې د بغلان امنیه قوماندان له قوله ویل شوي چې پولیس د خلکو د سر او مال خوندیتوب په موخه د دې ولایت په ګوټ  ګوټ کې په دندو بوخت دي او د امنیت د ټینګښت تر څنګ په نورو برخو کې هم هڅه کوي چې هېوادوالو ته اسانتیاوې رامنځ ته کړي.

په ورته وخت کې د پنجشېر د ټولګټو چارو رييس انجنیر ربيع امام زاده ويلي چې د دغه ولایت د شتل او عنابه په اړوند سیمه کې د سېلابونو له امله پاتې شوي خځلې پاک او د پنجشېر عمومي لاره بېرته د ترافيکو پر مخ خلاصه شوې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته