-کابل باختر د وري نولسمه :
په بغلان ولايت کې پرون لهيوشمير معلولينو او معيوبينو سره دخوراکي توکو او دلګښتي مالونو مرسته وشوه .
دبغلان ولايت له طبيعي پيښو سره دمبارزې رييس محمد نصير کهزاد دباختراژانس خبريال ته وويل: دملګروملتودسازمان داستوګنې برخې ددغه ولايت په څلويښتو تنو معلولينو او معيوبينو له طبيعي پيښو سره دمبارزې درياست تر نظر لاندې نهه ويشت قلمه خوراکي توکي او لګښتي مالونه وويشل .
يوه اړونده خبرځاى وويل :په هرې معلولې اومعيوبې کورنۍ نهه ويشت قلمه دغه توکي ويشل شوي دي .
ويل کيږي چې ددغه بنسټ له خوا دتوکو دويش بهير په راتلوونکي کې هم دوام کوي .
0 کمتر از یک دقیقه