کابل باختر دزمري اتلسمه :
داطلاعاتو او فرهنګ وزير ډاکتر سيدمخدوم رهين پرون د کوريا جمهوريت د فرهنګ ،ګرځندوى او ورزش له وزير يوجين ايونک سره د دغه هيواد په پايتخت سيول کې په داسې حال کې چې دافغانستان داسلامي جمهوريت لوى سفيرمحمديونس فرمان هم حاضر و ، وکتل .
د باخترآژانس دخبر له مخې : په دې کتنه کې د هيواد اطلاعاتو اوفرهنګ وزير دافغانستان اودکوريا جمهوريت ترمنځ د اړيکو دسوابقو په باره کې وويل ، اوس له کورياجمهوريت سره د افغانستان د سياسي اړيکو له پيل څخه څلويښت کاله تيريږي خو د دواړو ملتونوترمنځ د اړيکو پيل نږدې دوه زره کال مخکې پورې رسيږي ، هغه وخت چې د بودا مذهب دباميانو له لارې چين ته او له هغه ځاى څخه کوريا ته ورسيد .
ډاکتر رهين زياته کړه که څه هم دواټنله پلوه موږ له يوبل څخه لري يو خو زياتن مشترکات موږ له يوبل سره نږدي کوي .
ډاکتر رهين دکوريا لوړ همت چې شپيته کاله مخکې وکولاى شول د شپږو لسيزو په بهير کې له جګړې ، بيوزلۍ او تنګسيا څخه ووځې او د نړۍ په يوولسم اقتصادي قدرت بدل شي ، وستايه او څرګنده يې کړه چې د کوريا جمهوريت ملت او حکومت يوولس کاله مخکې د افغانستان دخلکو د ملي ژوندانه د نوي دورې له پيل څخه د افغانستان د بياجوړولو په لاره کې زموږ د ملت تر څنګ دريدلي دي .
د هيواد د اطلاعاتو اوفرهنګ وزير دکوريا د فرهنګ ، ګرځندوي او ورزش له وزارت څخه وغوښتل چې دملي آرشيف د ساتنې او دلرغونپوهنې د چلندونو او د تاريخي ميراثونو د ساتنې په برخه کې د ظرفيت د لوړولو او ځوانانو ته د لوړو
زده کړو د زمينې په برابرولو کې دې له افغانستان سره همکاري وکړي .
په ځواب کې دکوريا د فرهنګ ،ګرځندوي او ورزش وزير په دغو برخوکې دهمکارۍ په لاره کې وويل ، هيله لرم چې دافغانستان ملت هم دافغانستان دبياجوړولو او د مادي اومعنوي ژوندانه د سمون او دجګړې د اغيزو د له منځه وړلوپه کار بريالي شي او هم د دواړو هيوادونو ترمنځ د اړيکو په لازياتې پراختيا باندې ټينګار وکړ .
0 1 دقیقه لوستل