کابل/ د غويي١٦مه/ باختر
د اسلامي امارت له طبیعي پېښو سره د مبارزې وزارت د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته پرون د بغلان په دهنه غوري ولسوالۍ کې پر سېلاو ځپلو کورنیو ووېشله.
د بغلان له طبيعي پيښو سره د مبارزې رياست مالي او اداري مسوول ضياالدين وویل چې په دغه مرسته کې خيمه ، ترپال شړۍ ، اوړه ، وريجې، غوړي، مربا او وچه ډوډۍ شامل دي.
د يادونې وړ ده، چې د تېره ورځ د سېلاوونو له امله يو تن وژل شوى او ۴ لا درکه او اته نور ټپيان شوي دي.
\ ذ