امنیت

ديوې خبريالې قاتل بيا هم قتل وکړ.

کابل- باختر د کب دمياشتې ٣
ديوې خبريالې قاتل پرون په بلخ ولايت کې په جيل کې خپله ميرمن ووژله .
دبلخ ولايت دامنيې قوماندانى دامنيت امر عبدالرزاق قادرى دباختر آژانس خبريال ته وويل: د بيان په نامه دسيمه ييزې راډيو دخبريالې پلوشې توخى قاتل خپله ميرمن په جيل کې ووژله.
قادرى زياته کړه : قاتل خپله ميرمن په جيل کې دکتنې په وخت کې په رسى سره زندى کړه او هلې ځلې يې وکړې چې ځان هم زندې کړي خو پوليسو دهغه ددغه کارمخه ونيوله.
ويل کيږي قاتل په ١٣٩٣ کال کې دبيان راډيو خبرياله پلوشه توخي دمزارشريف ښار په مربوطاتو کې وژلې وه او له ساحې څخه تښتيدلى و خو دپوليسو له خوا ونيول شو او اوس په جيل کې شپې سبا کوي دهيواد په شمال کې د بشر دحقوقو ساحوى دفتر مخکې له دې اعلام کړى و چې په شمال ولايتوکې وژنې ، ځان وژنه ،له کور څخه دتيښتې او تښتوونې ګراف لوړ شوى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته