کابل باختردکب دمياشتې٢٠ نيټه :
د بغلان ولايت د ښځو چارو رياست مسوولين وايي که څه هم په دغه ولايت کې د ښځو پرخلاف تاوتريخوالي کمښت موندلى دى ، خو سخت تاوتريخوالى يعنې وژنې د تيرکال په پرتله زياتې ترسره شوي دي.
دباخترآژانس دخبريال دخبرله مخې ؛ ګواښول ، طلاق ، وهل اوډبول ، سپکاوى ، دنفقې نه ورکول ، له وخت څخه مخکې او جبري ودونه او دزد ه کړې مخنيوى دغه نورې ناوړې مسئلې او تاوتريخوالي دي چې په بغلان ولايت کې يې زياتې ميرمنې قرباني شوي دي.
دبغلان ولايت دښځو دچارو رياست د حقوقو مدير وايي ؛ هغه موارد چې د دوى ادارې ته رسيدلي دي څيړل کيږي .
ده وويل ؛ تيرکال دڅلويښتو ښځو دوژل کيدو قضيې ثبتې شوې او سږکال په دغه ولايت کې څوارلس ښځې وژلې شوي دي. خو دغه پيښې د ناموسي وژنو برسيره دي چې نه دې رسمي شوي.
دى وايي دغه پېښې د ځان وژنې ، ځان سوځونې ،د زړه او د ماغزو د سکتي په پلمه پټې ساتل شوي دي.
دى وايي چې دتيرکال په نسبت د ښځو پرخلاف تاوتريخوالي يو څه کمښت موندلى دى خو د يو شمير سخت تاوتريخوالي ګراف لوړوالى ښيي. پاى ج ذ