خبرونهاقتصاد

په بغلان کې د غنمو حاصلاتو کمښت موندلى دى

– کابل، د غبرګولي ۲۳مه، باختر

په بغلان کې سږ کال د غنمو په حاصلاتو کې د تېر کال په نسبت په سلو کې ١٥سلنه کمښت راغلى دى.

د بغلان د کرنې رياست مطبوعاتي مسوول ولي امرخيل په دغه ولايت کې د غنمو  حاصلاتو د کمښت علت د باران نه اورښت، د سېلاوونو راوتل او له بله پلوه په بغلان کې د بزګرانو د اقتصادي کمزورتيا له امله  د کيمياوي سرې نه استعمال وباله.

نوموړي زياته کړه چې په روان کال کې په ٨٧ زرو ٥٢٦ هکټاره للمي او غير آبي ځمکو کې غنم کرل شوي و، چې ترې ١٤٢ زره ٨٩٥ مټريک  ټنه غنم ترلاسه شوي دي.

د هغه د څرګندونو له مخې تېر کال  په ٨٧ زره ٢١٧ هکټاره ځمکه کې غنم کرل شوي و چې ٢٠٥ زره ١٢٩ مټريک ټنه غنم ترې تر لاسه شوي و، چې د تيرکال په پرتله دغنمو په حاصلاتو کې ٦٢ زره  ٢٤٣ مټريک ټنه کمښت راغلى دى.

د بغلان يو بزګر محمد علي نبي زاده په بغلان کې د للمي حاصلاتو د له منځه تللو په تائيدولو سره د بزګرانو اقتصادي حالت خراب وباله.

هغه له دولت څخه وغوښتل چې  د وچکالۍ د ناوړه اغيزو د له منځه وړلو په برخه کې  د بغلان له بزګرانو سره مرسته وکړي.

\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته