خبرونهامنیت

په بدخشان کې اختر په آرامه فضا کې ونمانځل شو

– کابل/ د غوايي١٤مه/ باختر

د بدخشان مرکز فيض آباد ښار اوسېدونکو کوچنی اختر په ارامه فضا کې ونمانځه او له امنيتي مسوولينو څخه يې د دغه ولايت په مرکز او ولسواليو کې د ښه امنيت د تامينولو په خاطر مننه وکړه.

د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ رييس معاذالدين احمدي باختراژانس ته وويل چې د کوچني اختر په مناسبت کلک امنيتي تدابير نيول شوي و او اوس هم دوام لري.

په همدې حال کې د بدخشان يو شمېر اوسېدونکو له امنيتي مسوولينو څخه مننه وکړه او ويې ويل چې سږ کال د کوچني اختر امنيت د بل هر وخت په پرتله بې ساری و.

د يو بل خبر له مخې؛ د سرپل اوسېدونکو له امنیتي ځواکونو مننه وکړه چې د کوچني اختر په ورځو کې یې په دغه ولایت کې ښه امنیت ټینګ کړی و.

د باختر آژانس د خبريال د خبرله مخې؛ د سرپل ښاریان په دې باور دي چې د هېواد زړه ور امنیتي ځواکونه د دې وړتیا لري چې د هېوادوالو امنیت تامین کړي.

د يادونې وړ ده، چې په هېواد کې د اختر په ورځو کې ښه امنيتي تدابيرنيول شوي وو، خو د روژې په مبارکه مياشت کې پر جوماتونو او مقدسه اماکنو د خونړيو تروريستي بريدونو شاهد و، دغه راز د سرپل اوسېدونکو له امنيتي ځواکونو وغوښتل هغه عناصر له منځه يوسي چې د خلکو امنيت له ګواښ سره مخ کوي. \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته