خبرونهټولنه

په بامیان کې د شاتو کوتل لاره د ترافیکو پرمخ وتړل شوه

کابل، د سلواغې ۱۳مه، باختر
د باميانو ولايت د ټولګټو چارو رياست چارواکي وايي، د شاتو کوتل لاره چې يکاولنګ او پنجاب ولسوالۍ سره نښلوي، د واورې د اورښت او توپان له امله د ترافيکو پر مخ تړل شوې ده.
د دغه ولایت د ټولګټو چارو رييس انجنير حفيظ الله نعمتي د باختر آژانس خبريال ته وويل چې دغه لاره نن ماښام ۶ بجې تړل شوې او د پاکولو او د پرانستلو لپاره هلې ځلې روانې دي.
د يادونې وړ ده، چې د کوتل شاتو لاره د دايکنډي ولايت د پنجاب او ورس ولسواليو له لارې هم له کابل سره نښلوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته