اقتصاد

په بغلان کې دچرګانو نوى وده

کابل  باختر د زمري  نهمه :
په بغلان  ولايت کې  دچرګانو دروزنې ٢٢٠ فارمونه فعاليت کوي .
دبغلان ولايت دکرنې، اوبو لګولواو مالدارۍ ، دمالداري  درياست لوى امر عبدالستار احمدي په خبرو کې دباختراژانس خبريال ته وويل  چې په بغلان ولايت  کې کابو دوه سوه شل فارمونه   دڅلورو کوپراتيفونو په چوکاټ کې او دغو ښينو  چرګانو  دويشلو په برخه کې  دچرګانو دروزنې يوه اتحاديه په فعاليت بوخته ده چې هره ورځ ٢٢٥٠٠ کيلوګرامه غوښه ويشي .
ده زياته کړه چې دغو ښينو او هګۍ لرونکي چرګانو دويشلو په برخه کې دچرګانو دروزنې دکوپراتيفونو دفعاليت د پراخيدو او زياتوالي په مقصد دغوښينو چرګانو  دولس نوي  فارمونه ددوشي اومرکزي بغلان  په ولسواليو کې کابو ٣٠٠٠٠ هګۍ لرونکي چرګان  په مرکزي  بغلان او دوشي ولسوالۍ کې ويشلي دي .
دغوښينو  چرګانو يوه فارم  لرونکي محب الله دچرګانو دروزنې دفارم دفعاليت اودمناسب بازار دڅرنګوالي له امله دخوښۍ دڅرګندولو په ترڅ  کې دچرګانودځينو ناروغيو دشتون له امله انديښنه څرګنده کړه او په دې برخه کې يې دکرنې او اوبو لګولو رياست د پاملرنې غوښتنه وکړه  .
ده په بازار کې  دبې کيفته  واکسينونو دشتون  يادونه وکړه  او په پلخمري  ښار کې دبې کيفته  درملو دپلورلو يوازنۍ مهم اواساسي علت يې په  خصوصي برخې  دکرنې رياست  دلازمې ادارې نشتوالي وباله .
  دبغلان ولايت دکرنې رياست  دمالدارۍ لوى آمر دچرګانو  دروزنې په فارمونو کې ديولړ ستونزو شتون تاييد کړ  او ددغو فارمونو په سلوکې  اويا فعاليت يې معياري او دنورو فارمونو فعاليت غير معياري وباله .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته