کابل / د وري ۱۹ مه / باختر
په بادغیس کې د (سی. آر.دي. سي) مرستندویې موسسې پر۵۵۷۰ بې وزلو کورنیو نغدې پیسې ووېشلې.
د بادغیس له طبیعي پېښو سره د مبارزې رییس مولوي باریداد صابر باخترآژانس ته وویل چې د (سي. آر. دی. سي.) مرستندویې موسسې پرهرې کورنۍ ۱۱۵۰۰نغدې افغانۍ وېشلې دي.
د بادغیس د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مفتي مولوي بازمحمد سروري وویل چې څه موده وړاندې هم له طبیعي پېښو سره د مبارزې ریاست د دغه ولایت په قادس، جوند او آبکمري ولسواليو کې پر۷۷۸ بې وزلو کورنیو نغدې پیسې وېشلې وې.
ع