خبرونهامنیت

په بادغيس کې په يوه چاود نه کې يو کس شهيد او څوارلس نورټپيان شول

– کابل/ د سلواغې ٢٣ / باختر:
په بادغيس کې امنيتي سرچېنو تائيد کړي چې د بادغيس د قلعه نو په جامع جومات کې د چاودنې له امله يو لمونځ کوونکى شهيد او څوارلس نور ټپيان شول.
د بادغيس د اطلاعاتو اوفرهنګ رييس مولوي باز محمد سروري د باخترآژانس سيمه ييزخبريال ته وويل: دغه چاودنه پرون له غرمې وروسته د بادغيس ولايت مرکزقلعه نو ښار د مرکزي جامع جومات په ختيځه دروازه کې رامنځته شوه.
هغه زياته کړه، دغه چاودنه هغه وخت وشوه چې لمونځ کوونکي له جوماته د وتلو په حال کې وو.
د بادغيس د اطلاعاتو او فرهنګ رييس د څرګندونوله مخې ؛ د لومړنيو معلوماتو له مخې، دغه پېښه د لمونځ کوونکو په منځ کې د يولاسي بم زېږنده وه.
سروري وويل: د دې پېښې په تړاو لس مشکوک کسان نيول شوي او په اړه يې څيړنې دوام لري.
\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته