کابل، د سلواغې ۵مه، باختر
د کاپیسا په اله سای ولسوالۍ کې د څه باندې ۲ میلیونه افغانیو په لګښت د دریو سړکونو د جغل اچولو چارې پيل شوې دي.
د یادې پروژې مسوول انجنیر سید آغا شریفي د باختر آژانس خبریال ته وویل، چې په اله سای ولسوالۍ کې ډی آر سي موسسې په مالي ملاتړ د ۲ میلیونه ۲۰۰ زره افغانیو په لګښت د دریو سړکونو د بیا رغولو او جغل اچولو چارې پیل شوې دي.
هغه زیاته کړه، چې په دغه پروژه کې د سیمې ۱۲۵ کسانو ته د نږدې یوې میاشتې لپاره د کار زمینه هم برابره شوې ده.