کا بل /د مرغومي ١٨مه /باختر
د پوليسو ٥ سرتيري په قندهار کې په چاودنه کې تپيان شول.
د رپوټونوله مخې ؛ دغه سرتيري د تخته پل ولسوالۍ بازارته څېرمه پوځيانوته دمرستې په موخه روان و چې د طالبانو له خوا پرې بريد وشو.
د قندهار د پوليسو وياند جمال ناصر بارکزي باختراژانس ته وويل چې په دې چاودنه کې پنځه پوليسان ټپيان شول.
هغه تاييد کړه چې دغه سرتيري پوستې ته د پوځيانو د مرستې په خاطر روان وچې په لاره کې د دوى موټر په ښخ کړى شوي ماين وخوت .
په قندهار کې د يو روغتون ډاکترانو د دغې پېښې د دوو سرتيرو روغتيايي حالت خراب بللى دى .
ختم – ش – ا