کابل ، د غبرګولي ۲مه ، باختر
د عامې روغتیا وزارت وايي چې دغه وزارت د یونېسف ادارې او د روغتیا نړیوال سازمان په همکارۍ، نن په ټول هېواد کې د پولیو ضد واکسین سراسري کمپاین پیل کړی دی.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ یاد وزارت د یوې مطبوعاتي اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې دا په روان کال کې د پولیو واکسین د څلورم پړاو سراسري کمپاین دی او موخه یې پر هغو ۹،۹ میلیونو ماشومانو د واکسین تطبیقول دي چې عمرونه یې له پنځو کلونو کم وي.
په اعلامیه کې راغلي چې په دغه کمپاین کې هغو ماشومانو ته چې له ۶ میاشتو تر ۵ کلونو پورې وي، ویټامین (A) ورکول کېږي او دغه ویټامین د ناروغیو پر وړاندې د هغوی د بدن معافیت سیستم د پیاوړي کولو لپاره فوق العاده ګټور دی.
په همدې حال کې، د عامې روغتیا سرپرست وزیر ډاکټر قلندر عباد، په هېواد کې اوسني شرایط د پولیو واکسین د کمپاینونو د تطبیق او د نورو روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره ډېر ښه وخت بللی دي.
هغه له ټولو روغتیايي کارکوونکو او هغو کسانو څخه چې د پولیو واکسیناسیون په برخه کې کار کوي، غوښتي چې د دې ناروغۍ د له منځه وړلو لپاره پوره هڅې وکړي او له پنځو کلونو کم عمره ماشومانو ته د پولیو واکسین کمپاین په ښه توګه تطبیق کړي.
د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې؛ افغانستان د پخوا په پرتله د پولیو له منځه وړلو ته ډېر نږدې شوی او ټول هېوادوال باید په ګډه کار وکړي چې د پولیو واکسین کمپاین په بریالیتوب پلی شي.
پوليو يوه ويروسي ناروغي ده چې د درملنې وړ نه ده او يوازې د واکسين په مټ يې مخه نيول کېداى شي. هغه ماشومان چې په دې ناروغۍ اخته کېږي د تل لپاره فلج یا مړه کېږي.
یاد وزارت وايي چې د روان زېږدیز کال له پيله، تر اوسه د پولیو یوه مثبته پېښه په پکتیکا کې ثبت شوې چې د دغه ویروس جنیټیکي ریښه د پاکستان کویټې له مثبتو پېښو سره تړاو لري.
د یادونې وړ ده چې تېر کال په هېواد کې د پولیو څلور مثبتې پېښې ثبت شوې وې چې له دې جملې څخه درې یې په کندز او یوه یې په غزني کې ثبت شوې وه.
وهاج