ټولنه

پنځو تنو قاضيانو ته تاديبي جزاګانې تجويزې شوې .

کابل باختر د تلې  پنځلسمه :
دسترې محکمې عالي شورا نن دسترې محکمې درييس قانونپوه سيديوسف  حليم په مشرۍ  غونډه وکړه .
دسترې محکمې دخپرونو رياست باختراژانس ته خبر ورکړ په غونډه کې لومړى دقانون دواکمنۍ دعالي شورا دپنځمې ګڼې مصوبې له مخې دسترې محکمې دتدقيق او مطالعاتو لوى رياست ته دنده وسپارل شوه چې ددولتي ځمکو په لومړيو غاصبانو ددعوا  داقامې حقوقي او قانوني اړخونه وڅيړي او دنافذو قوانينو دحکمونو په رڼا کې  او ددولت دپاليسۍ په رعايتولو سره دې قانوني نظر  څرګند کړي .
وروسته له اجندا سره سم دسترې محکمې دقضايي پلټنې دلوى رياست درپوټ او دهرات ولايت داستيناف محکمې دقضايي اجرااتو دڅيړنې له امله درامنځته شوې تدقيقي نظريې له مخې  په دغې محکمې پورې اړوند پنځو تنو قاضيانو ته دهغوى دوظيفوي  سرغړونو دتشخيص په دليل چې زياتره يې ددولتي فورمو دقانوني  پړاونو په نه بشپړولو ، په يوه موضوع کې  ددوو وثيقو په اجرا کولو او دلازمو قانوني پړاونوله بشپړولو پرته ديوې وثيقې په باطلولو ،  دځينو دوسيو دڅيړنې په ځنډولو او دصغير دحقوقو دتامينولو په برخه کې په بي پروايي متمرکزې دي ، دقضايي  سرغړونودڅيړنې دڅرنګوالي دمقررې دحکمونو په پام کې نيولو سره لازمې تاديبي جزاګانې تجويزې  شوې .
شورا په ښه توګه دقضايي سرغړونو دڅيړنې په مقصد لارښوونه وکړه چې له دې وروسته دې هغه قضايي  پلتوونکې چې په محکمو کې  قضيې تر څيړنې  او پلټنې لاندې نيسي .
داړتيا په وخت کې  دې دعالي شورا په غونډه کې ګډون وکړي او دشورا له خوا وړاندې شويو ملاحظاتو ته دې لازم توضيحات وړاندې کړي .
په همدې ترتيب  غونډې داداري فساد له امله په رامنځته شويو جرمونو پورې داړوندو دوسيو دڅيړنې دقانوني مودې دزياتوالي په باب داداري فساد ددرندو جرمونو دڅيړنې دمحکمې درياست استهدايې  ته په پاملرنې سره چې  له اندازې  زيات دهغو دضخامت  او حجم  له مخې ضرور دى ، تجويز  ونيوه  چې دسترې محکمې دتدقيق او مطالعاتو لوى رياست دې داداري فساد ددرندو جرمونو له استيناف محکمې او دلوى څارنوالي له ادارې سره په تفاهم کې دې دجزايي اجرااتو دقانون د نظر وړ مادې  دتعديل طرحه برابره کړي چې دقانوني پړاونو دبشپړولو  په مقصد دعدليې وزارت ته وليږل شي .
سربيره پردې دسترې محکمې دعالي شورا په نننۍ غونډه کې دسترې محکمې دديوانونو ځينې فرجامي دوسيې دجزايي اجرااتو دقانون دحکمونو په رڼا کې  وڅيړلې  شوې او دهرې يوې په باب لازم تصميمونه ونيول شول .
  ختم_ ف _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته