ټولنه

درسانه يي شکايتونو او سرغړونو دڅيړنې دکميسيون ابلاغيه :

کابل – باختر د تلې دمياشتې ٩
درسانه يي شکايتونو او سرغړونو دڅيړنې دکيسيون ابلاغيه :
په دې وروستيو وختو کې يو شميرتصويري رسنيو د ځينو بهرنيو  پروګرامونو دخپلو او توليد داختصاصي اجازې دترلاسه کولو په باب له يوبل سره اختلاف لري او هر يويې خپل شکايتونه او سندونه د رسانه يي شکايتونو او سرغړونو دڅيړنې کميسيون ته  وړاندې کړي دي .
څرنګه چې په دې باب دسندونو دسموالي او دحکم د صادرولو  تشخيص دغه کميسيون ته ممکن نه دى  له همدې امله  له ټولو تصويري رسنيو څخه غوښتنه کيږي چې د مرغومي دمياشتې له پيل څخه دې د خپرولو د انحصار د امتياز داجازې  په برخه کې خپل سندونه د نورو سندونه او تصديق ليکونو په شان په بهر کې دافغانستان د اسلامي جمهوريت د نږدې سفارت او يا جنرال قونسلګرۍ  له خوا تاييد او مهر کړي چې دغه کميسيون دهغو له مخې ، وکولاى شي د تصويري رسنيو ترمنځ داختلافونو په حل کولو لاس  پورې کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته