کابل /د وري ٢٤مه /باختر
پنځلس وسله وال طالبان په ننګرهار کې د افغان ځواکونو په نويو بريدونوکې ووژل شول.
پر دغو وسله والوطالبانو تېره شپه او نن سهار د خوږياڼيو او حصارک په ولسواليوکې هغه وخت له ځمکې او هوا څخه بريدونه وشول چې په ډار اچوونکو فعاليتونوبوخت و .
د ننګرهار يو امنيتي مقام باختراژانس ته وويل چې په دې بريدونوکې ١٥ وسله وال طالبان ووژل شول.
د دغې جګړې په بهيرکې د طالبانو يوشمېر جنګي وسايل د پوځيانولاس ته ورغلي دي.
د يوبل خبرله مخې؛ افغان ځواکونه د ننګرهار له ګڼ مېشتو لارو څخه د ٢٠ ماينونوپه کشف اوشنډولو سره د يولړچاودنومحه ونيوله .
د دغو ماينونود ښخولو په تور څوک نه دي نيول شوي.
ختم – ج _