خبرونهاقتصادTOP

پر بانکونو د بندیزونو کمولو لپاره یو منظم میکانېزم جوړېږي

کابل / د وري ۲۲ مه / باختر

د رییس الوزرا د مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون غونډه کې د برېښنا پر پور، بانکي بندیزونو او د پراختیايي پروژو پلانونو پر چمتو کولو خبرې وشوې.

په دې غونډه کې اقتصادي کمېسیون د افغانستان بانک او دولتي شرکتونو استازو ته لارښوونه کړې چې پر دولتي شرکتونو د بانکي بندیزونو د کمولو لپاره یو منظم میکانیزم رامنځته کړي.

اقتصادي کمېسیون امنیتي ادارو ته هم لارښوونه کړې چې له دولتي ادارو او زورواکو څخه د برېښنا د پور اخیستو په برخه کې جدي همکاري وکړي.

په غونډه کې اقتصادي کمېسیون د کابینې د ۲۸ مصوبې له پرېکړې سره سم ټولو وزارتونو ته هم لارښوونه کړې چې د خپلو اقتصادي او پراختیايي پروژو پلانونه چمتو او رهبرۍ ته یې وړاندې کړي.

ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته