خبرونهنړۍ

پر اسرایلو د ایران بریدونو پراخ زیانونه اړولي

نړۍ، د وري ۲۷ مه، بهرنۍ رسنۍ

اې بي سي شبکې د یو امریکایي چارواکي له قوله ویلي، چې پر اسرایلو د ایران د وړمې شپې توغندیزو دفاعي بریدونو صهیونستي رژیم ته پراخ مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.

د معلوماتو له مخې د درې سوه توغندیو او ډرون له ډلې ۹ هغه یې د اسرایلو په دوه هوایي ډګرونو (نواتیم) او (نګو) لګېدلي، چې په پایله کې یې ځینې لویې او وړې مسافر وړونکې او نورې الوتکې لګېدلي دي.

ځینو نورو سرچینو بیا خبر ورکړی، چې یو شمېر توغندي په نورو پوځي ځایونو هم لګېدلي، چې د سر زیان تر څنګ یې پراخ مالي زیان هم اړولی دی.

د دغه امریکایي چارواکي له اقرار څخه ښکاري، چې د اسرایلو دفاعي سیستم هغومره نه دی، چې څومره یې ستاینه کېږي او دغه راز د ایران د دغو بریدونو په دفاع کې د فرانسې او امریکا تخنیکي مرستې هم تر سوال لاندې راځي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته