خبرونهامنیت

پروان کې ګڼ شمېر وسلې او مهمات نیول شوي

کابل، د وري ۵مه، باختر
د ٢٢١ شهید آفتاب رح فرقې اړوند د پروان لواء کشفي او استخباراتي منسوبینو د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې د پروان ولایت مرکز او سیدخېل ولسوالۍ کې ګڼ شمېر وسلې او مهمات کشف او ضبط کړي دي.
د یاد ولایت د امنیتي چارواکو په وینا، نیول شويو مهماتو کې شاوخوا ۳زره ۵۰۰ بېلابېلې مرمۍ ٢ تومانچې، ٢ پنځه ډزي کره بین، یو پپشه، ۱۱ لاسي بمونه، ۵ د هاوان مرمۍ، دوې د راکټ مرمۍ او یو امریکایي موټرسایکل شامل دي.
د یو بل خبر له مخې په شمال زون کې د ۲۰۹ الفتح قول اردو ځواکونو په جوزجان ولایت کې د مهماتو یوه ډیپو کشف کړې چې په کې۵٢٨٠ د پیکا مرمۍ، ٧٩ د راکټ مرمۍ، ۵٠٠٠ د کلاشینکوف مرمۍ ١٢ لاسي بمونه او ٢ بکسې د دهشکې مرمۍ نیول شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته