امنیت

په تخار کې د نشه یي توکو درې قاچاق وړونکي ونیول شول

۲۳- کابل / د سلواغې ۱۵ مه / باختر
د تخار د امنیې قوماندانۍ له نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو نن د یوې ښځې په ګډون درې تنه د نشه یي توکو د قاچاقو په اړوند ونیول.
د تخار د امنیې قومانداني ویاند خلیل اسیر وویل چې د تخار د امنیې قوماندانۍ له نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو درې تنه د تالقانو ښار په امنیتي پوسته کې د درې کیلوګرامه اپینو د قاچاقو په تړاو ونیول.
اسیر زیاته کړه چې د نشه یي توکو قاچاق وړونکو دغه توکي د یوې ښځې په چادرۍ کې ځای پرځای کړي وو او نامعلوم ځای ته یې د لېږدونې نیت درلود چې د پلټنې په وخت کې کشف او ترلاسه شول.
پای/ سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته