خبرونهټولنهروغتیا

پروان کې په نشه يي توکو د ۳۵ روږدو کسانو درملنه وشوه 

کابل، د وري ۱۸ مه، باختر

د پروان د عامې روغتیا ریاست  مسوولینو د دغه ولایت په ۵۰ بستریز روغتون کې په نشه يي توکو د ۳۵ روږدو کسانو له درملنې خبر ورکړی دی. 

د یاد ولایت د ۵۰ بستریز روغتون آمر ډاکتر محمد آصف احمدي د باختر آژانس خبریال ته وویل، چې د یاد ولایت له مرکز او ولسوالیو څخه راټول شوي په نشه يي توکو ۳۵ روږدي کسان له ۴۵ ورځېنۍ درملنې وروسته روغ او خپلو کورنیو ته وسپارل شول.

هېره دې نه وي چې تر دې مهاله په یاد ۵۰ بستریز روغتون کې د ۳۴۵ روږدو کسانو درملنه شوې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته