خبرونهاقتصادټولنهTOP

پروان کې د وطني تولیداتو او کرنیزو محصولاتو نندارتون پرانیستل شو

کابل، د وري ٢٦ مه، باختر
د پروان د صنعت او سوداګرۍ ریاست مسوولینو په دغه ولایت کې د عالیست افغانیست ترنامه لاندې د درې ورځني نندارتون د پرانیستل کېدو خبر ورکړی دی.
د یاد ولایت د صنعت او سوداګرۍ رئيس حافظ راز محمد یاسر د باختر آژانس خبریال ته وویل، چې د دغه ولايت په مرکز چاريکارو کې د داخلي صنعت، لاسي صنایعو، وطني تولیداتو او کرنیزو محصولاتو ته د بازار موندنې په پار درې ورځنۍ نندارتون چې ١٠٠ غرفې لري پرانیستل شوی دی .
هغه د دې ډول نندارتونونو د جوړولو موخه د کورنیو اقتصادي پیاوړتیا، له وطني او زراعتي تولیداتو د هېوادوالو پوهاوي او د سوداګرو د پام راجلبول بللی دی.
يو شمېر مېرمنې چې نن يې خپل لاسي صنايع او کرنيز محصولات نندارې ته ايښي وايي چې غواړي خپلو کرنیزو محصولاتو او لاسي صنايعو لپاره بازار پيدا کړي.
ورته مهال د دغه نندارتون لیدونکي د داسې نندارتونونو د جوړولو هرکلی کوي چې د هېوادوالو د اقتصادي بډاینې لامل ګرځي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته