خبرونهنړۍ

پاکستان؛ د سختو اورښتونو له امله ۶۳ کسان مړه شوي

نړۍ، د وري ۲۹ مه، بهرنۍ رسنۍ

د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې د پاکستان او پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې د سختو سېلابونو، د کورونو د چت لوېدلو او د اورښتونو اړوند نورو پېښو له امله ۶۳ کسان مړه او لسګونه نور ټپیان شوي دي.

ډېر زیانونه په خیبر پښتونخوا کې اوښتي دي.

راپورنه زیاتوي، چې د دغو سېلابونو په پایله کې ۱۳۷۰ کورونه هم نړېدلي، چې اوسېدونکي یې اوس مهال په سختو حالاتو کې د ژوند شپې او ورځې سبا کوي.

دغه راز د نړۍ په ځینو نورو برخو لکه منځني ختیځ، روسیې او افریقا کې هم سېلابونو په دې وروستیو کې ګڼ ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته