خبرونهامنیت

١٥ طالبان په ننګرهار کې ووژل شول

٣٣- کابل/ د لړم ٢٤مه / باختر
په ننګرهارکې د نوې جګړې په بهير کې ١٥ وسله وال طالبان ووژل شول او٧ نور ټپيان شول.
دغه جګړه تېره شپه ناوخته په حصارک ولسوالۍ کې د پوځيانو پرڅو پوستو د وسله والوطالبانو له پراخ بريد وروسته پيل شوه اوتر نن غرمې پورې دوام وکړ.
د هېواد په ختيځ کې د سېلاب قول اردو د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې په دې جګړه کې ١٥وسله وال طالبان ووژل شول او ٧ نور ټپيان شول.
د رارسيدلو خبرونو له مخې؛ د طالبانو له بريدونو وروسته د هېواد هوايي ځواکونو په دغو يرغلګرو بريد وکړ.
د دغې جګړې په بهير کې د وسله والوطالبانو يو شمېر جنګي وسايل اوموټرسايکلونه د پوځيانو لاس ته ورغلي دي.
وسله والوطالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي .
ختم_ ج _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته