کابل باختر د چنګاښ څوارلسمه :
په ننګرهار ولايت کې د ائتلاف د ځواکونو د بې پيلوټه الوتکو د هوايي بريدونو له امله ١١ تنه وسله وال مخالفين ووژل شول .
د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر دباختر آژانس خبريال ته وويل:
دائتلاف دځواکونو بې پيلوټه الوتکې د ننګرهار ولايت د خوږياڼيو ولسوالۍ په احمد خيلو ساحه کې د افغانستان د خلکو د دښمنانو په پټنځيو بريدونه ترسره کړل چې له امله يې د دوى د يوه قوماندان صابر په ګډون د افغانستان د خلکو ١١ تنه دښمنان ووژل شول .
0 د یوې دقیقې څخه لږ