نړۍ

د ايران اود اټومي څارنې دسا زمان تر منځ خبري بيا پيليږي

داټو مي څارنې د نړيوال سا زمان پلټونکى ايران ته رسيدلي دي چې ددغه هيواد داټو مي پروګرام په اړوند د نړيوالو انديښنو په باب له ايراني له مقاماتو سره خبري  وکړي

داټومي څارنې د نړيوال سازمان سرپلټونکي هيرمن ناکا يرتس ايران ته له روانيدو مخکې په ويناکې وويل چې له ايراني مامور ينو سره خبري له زياتې مو دى را په ديخوا ځنډول شوي دي.

 دده دڅرګندونو له مخې موږ هلې ځلې کوو چې داټومي انر ژي دڅارني د نړيوال سازمان د مديره هيئت پريکړى وڅيړو او هلې ځلې به وکړو له ايران سره ټو لې مسئلې حل کړو او هيله لرو چې ايران ددغه هيواد د اتومي پروګرام دپوځي اړ خو نو د احتمال په اړوند زموږ دانديښنو په باب همکاري وکړي. 

ده داونه ويل چې په ايران کې به له چاسره و ګوري  ايران ويلي دي چې د اټومي انرژي دڅارنې دسازمان له پلټونکو سره به دغه هيواد ته ددوى ددري ورځني سفر په بهير کې همکاري و کړي خو تهران ټينګار کړي دي چې ديورانيمو له بډاى کولو څخه به تير نه شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته