د تقنیني چارو د کمیسیون په غونډه کې، چې د قاضي نذیر احمد حنفي په ریاست جوړه شوې وه، د ۱۳۸۹ کال د قطعیې پر ضمیمه بحث وشو، او د کمیسیون غړو په دې اړه خپل نظرونه او لیدلوري وړاندې کړل.
د روغتیا او بدني روزنې د کمیسیون په غونډه کې ، چې د ډاکټر نقیب الله فایق په ریاست جوړه شوې وه، د ۱۳۸۹ کال پر قطعیه بحث وشو او په دې برخه کې د کمیسیون غړو خپل نظرونه وړاندې کړل.
ورپسې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو د معینیت پر کاري راپور بحث وشو.
د کمیسیون غړو سره له دې، چې د دغه معینیت هڅې یې وستایلې، خو د هغه ترسره شوي کارونه یې کافي ونه بلل.
د مالي او بودجې د کمیسیون په غونډه کې، چې د امیر خان یار په ریاست جوړه شوې وه، د ۱۳۸۹ کال په قطعیه کې د شته نمګړتیاوو په اړه بحث وشو، د کمیسیون غړو د یو شمیر وزارتونو د بودجې د ناسم لګښت په اړه خپلې اندیښنې په ډاګه کړې.
په غونډه کې تصمیم ونیول شو، چې د اړوندو وزارتونو مسوولین دې د خپلې بودجې د نه مصرف په اړه د لازیاتو توضیحاتو په موخه کمیسیون ته راوبلل شي.
دغه راز په غونډه کې پریکړ وشوه، چې د مالیې وزارت د عوایدو او خزاینو رئیسان او د کنټرول او پلټنې ریاست دوه تنه متخصصین دې د یادې شوې موضوع په اړه د معلوماتو وړاندې کولو په موخه د کمیسیون په راتلونکې غونډه کې ګډون وکړي.
د شکایتونو د اوریدو د کمیسیون په غونډه کې چې د عبیدالله بارکزي په ریاست جوړه شوې د ۱۳۸۹ کال د قطعیه حساب په اړه بحث وشو.
د کمیسیون غړو په دغه حساب کې یو لړ ابهامونه په ګوته او تصمیم ونیول شو، چې په راتلونکې غونډه کې دې په دې اړه تخنیکي بحثونه وشي.
د غونډې په بله برخه کې د ارزګان ولایت د یو شمیر اوسیدونکو او د ولایتي شورا د رئیس پر عریضپاڼه بحث وشو.
هغوی دعوا کوله، چې ارزګان ولایت یو لرې پروت ولایت دی، چې خلکو یې له دولتي ارګانونو سره په ګډه د سیمو امنیت ټینګ کړی او نباید د ناامنو ولایتونو په ډله کې راشي.
د دغه ولایت د ولایتي شورا رئیس له کمیسیون نه هیله وکړه، چې د سړکونو د جوړیدو، د برېښنا او د پولیسو د تشکیل د زیاتوالي په برخه کې دې د مسوولو ارګانونو پاملرنه جلب کړي.
هغو شکایت درلود، چې د وزیرانو په شورا کې د ولسمشر له لارښوونې سره سره هم یادو برخو ته هیڅ ډول پاملرنه نه ده شوې.