خبرونهورزش

هلمند کې د کرکټ سیالۍ پیل شوې

کابل، د وري ۱۶ مه، باختر

د هلمند د کرکټ بورډ آمریت مسوولین وايي، چې  د یاد ولایت په سنګین ولسوالۍ کې د عامو سوداګرو په مالي ملاتړ د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د کرکټ ۱۲ آوریزې سیالۍ پیل شوې دي.

د هلمند د کرکټ بورډ آمر محمد ذاکر عمري د باخترآژانس خبریال ته وویل، چې په دغو سیالیو کې د هلمند، کندهار، فراه او نیمروز له ولایتونو څخه لوبغاړي ګډون لري چې ۷ ورځې به دوام وکړي.

نوموړي زیاته کړه، لومړۍ لوبه د هاشم سرواني او بُست ساتونکو لوبډلو ترمنځ پیل شوه چې د بُست ساتونکو لوبډلې د ۶ ویکټو په توپیر سره د هاشم سرواني لوبډلې ته ماتې ورکړه او لوبه یې وګټله.

د یادونې وړده، چې د یادو سیالیو موخه دغه ورزش ته د ځوانانو هڅول بلل شوې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته