امنیت

يو نوې تنه وسله وال مخالفين ووژل شول او اويا تنه نور ټپيان شول .

-کابل باختر  دثور  ديرشمه :
دهېواد په  يو شمير ولايتونوکې دامنيتي ځواکونوپه پرونيو  ګډو عملياتو کې يو نوي تنه وسله وال مخالفين ووژل شول او يا تنه ټپيان او دوه ويشت تنه نور يې ونيول شول .
  دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ :داعمليات دډار اچوونکو دځپلو او دخلکو دسراو مال دساتنې په موخه دکونړ ، ننګرهار ، لغمان ،ميدان وردکو ،  غزني ، قندهار ، روزګان ، هرات ، بلخ ،  بغلان ،جوزجان،سمنګان ، کندز ، تخار او دهلمند دولايتونوپه مربوطاتو کې ترسره شول .
دغه راز ددغو عملياتو په بهير کې چې دکورنيو اوبهرنيو ډار اچوونکو پرخلاف ترسره شول دملي اردو شپږ تنه منسوبين  شهيدان شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته