خبرونهاقتصادټولنه

هلمند کې د لسګونه جریبه دولتي ځمکې د غصب مخه ونیول شوه

کابل، د کب ۱۳ مه، باختر

د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي، چې د یاد ولایت په لښکرګاه ښار کې لسګونه جریبه دولتي ځمکه تثبیت او د غصب مخه یې نیول شوې ده.

د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د دولتي ځمکو د تثبیت او غصب مخنیوي تخنیکي پلاوي له لوري د لښکرګاه ښار په سرکار سیمه کې ۱۵ جریبه دولتي ځمکه تثبیت او د غصب مخه یې نیول شوې ده.

د یادونې وړ ده، چې په یاده سیمه کې غاصبینو غوښتل چې پر دغو ځمکو آبادي وکړي چې د یاد ریاست د تخنیکي پلاوي په هڅو د غصب مخه ونیول شوه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته