خبرونهورزش

هلمند کې د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

کابل، د وري ۱۴مه، باختر

د هلمند د ورزش ریاست مسوولین وایي، چې د دغه ولایت په بهرامچې ولسوالۍ کې د فوټبال سیالیو پای لوبه د میوند اتلانو او جباب بلوچستان ترمنځ ترسره شوې ده.

د یاد ولایت د بهرامچې ولسوالۍ د ورزش امریت مسوولینو د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته ویلي چې دغه سیالي ۲۰ ورځې وړاندې د ۸ لوبډلو ترمنځ پیل شوې وې او پای لوبه د میوند اتلانو او جباب بلوچستان لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې جباب بلوچستان مقابلې لوبډلې ته د ۱ ـ ۰ پر وړاندې ماتې ورکړه.

د یادونې وړ ده، چې د دغو سیالیو موخه ځوانانو ته د سالم مصروفیت برابرول ښودل شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته