کابل، د لېندۍ ۴مه، باختر
د هرات د عامې روغتیا ریاست مسوولین وايي چې د یونیسف ادارې په مالي ملاتړ د دغه ولایت پر ۱۱۳ روغتیايي مرکزونو د ۵۰ قلمه طبي تجهیزاتو د وېش لړۍ پیل شوه.
د یادو تجهیزاتو د وېش پرمهال په دغه ولایت کې د یونیسف ادارې استازي ډاکټر عبدالغني خطیبي ټینګار وکړ چې د هرات ولایت ټول روغتیايي مرکزونه د دوی تر پوښښ لاندې دي او د ماشومانو او میندو په ګډون د بېلابېلو روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره هڅې روانې دي.
خطیبي زیاته کړه چې په دغو تجهیزاتو کې د نسايي ولادي، د انیستیزۍ دستګاه او د عمومي جراحۍ تجهیزات شامل دي چې پرې ۱۱ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی دی.
په ورته وخت کې د هرات د عامې روغتیا مرستیال ډاکټر غلام محمد حنفي وايي، چې د دغو تجهیزاتو په وېش سره به د ګاونډیو ولسوالیو او ښار په کچه د ټولو روغتیايي مرکزونو اړتیاوې پوره شي.
دا په داسې حال کې ده چې د هرات د عامې روغتيا رياست له همکارو بنسټونو سره په همغږۍ هڅه کوي چې د ولسواليو په روغتيايي مرکزونو او لرو پرتو سيمو کې خدمتونو ته د خلکو د لاسرسي اسانتياوې رامنځته کړي.