ټولنه

څه دپاسه زرو کورنيو دملي پيوستون له پروژې څخه ګټه واخسته .

کابل باختر د زمري پنځمه :
  دبغلان په ولايت کې دملي پيوستون  دپروګرام دشپاړلسو  پروژو په بشپړيدو سره دڅه دپاسه څلورو زرو کورنيو ته  لازمې اسانتياوې برابرې شوې دي .
دبغلان ولايت دکليو دبيا جوړولو پرمختيا  رياست دملي پيوستون  دپروګرام دڅانګې مسوول عبدالحسيب سيدخيلي دباختراژانس خبريال ته وويل  په دغو پروژو کې په سړکونوکريړ اچول او اوارول ، دپلونو او پلګوټو  ، استنادي ډيوالونو ، دکرنې داوبو د زيرمو ، ټولنيز مرکز کانال او داوبو دکوچنيو بندونو جوړول شامل دي .
ددغه خبرځاى  دڅرګندونو  له مخې،  دغه پروژې  دڅه دپاسه څليرويشتو مليونو افغانيو په لګښت په پلخمري ښار او د جلګي او خوست  په ولسواليو او ددغه  ولايت  په مربوطاتو کې په تيره يوه مياشت کې بشپړې شوي دي او په  دغو ولسواليو کې  څلور زره  څلور سوه  څوارلسو کورنيو ګټه  ترې اخستې ده .
دخوست ولسوال حاجي سنګين محمد په کار موندلو  او بيا رغاونه کې دملي  پيوستون دپروګرامونو رول مهم او اساسي وباله  او  په ولسواليو کې يې دغه پروګرام ددولت دبرياليو  کاري پروګرامونه څخه وباله .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته