خبرونهټولنهښوونه او روزنه

هرات کې دوه دیني مدرسې جوړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

کابل، د وري ۲۶ مه، باختر

د هرات سیمه ییزو مسوولینو په دغه ولایت کې د دوه دیني مدرسو د ګټې اخیستنې خبر ورکړی دی.

د پوهنې وزارت سرپرست الحاج مولوي حبیب الله آغا هرات ته د خپل سفر په بهیر کې د یاد ولایت د کشک او سربلند ولسوالیو زلزله ځپلو سیمو کې دوه دینې مدرسې د ۱۰ میلیونه ۷ سوه زره افغانیو په لګښت  ګټې اخیستنې ته سپارلې دي.

نوموړي د ماشومانو لپاره د ښوونې او روزنې د خدمتونو په برابرولو ټينګار وکړ او د سیمې له خلکو څخه یې وغوښتل چې خپل ماشومان ښوونځیو او دیني مدرسو ته واستوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته