خبرونهورزش

نیمروز کې د فوټسال سیالۍ پیل شوې

کابل، د سلواغې ۱۸مه، باختر

د نيمروز د بدني روزنې او سپورټ آمریت مسوولین وایي، چې په دغه ولایت کې د دولتې او خصوصي اداراو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پیل شوې دي.

د یاد ولایت د بدني روزنې او سپورټ آمر قاري احمدشاه مبارز په وینا په دغو سیالیو کې ۱۶ لوبډلې شتون لري چې په ۴ ګروپونو وېشل شوي دي.

لوبغاړي وايي، چې  د دغه ډول سیالیو په لاره اچول د لوبغاړو د وړتیاوو د زیاتولو او د فوټسال لوبې د ودې او پراختیا په برخه کې ډېر ګټور تمامېږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته