کابل، د مرغومې ۲۴مه، باختر
د کورنیو چارو وزارت په نيمروز کې د يوه ځانمرګي بريد له کبله د بريد کوونکي په ګډون ۴ کسانو ته د مرګ ژوبلې اوښتو خبر ورکړی دی.
د ياد وزارت وياند مفتي عبدالمتين قانع ويلي، چې نن غرمه د نیمروز ولایت مقام مخته یو ځانمرګی بریدګر هغه مهال د امنیتي ځواکونو له لوري په ډزو سره ووژل شو، چې د ولایت ودانۍ ته یې د ننوتلو هڅه کوله.
قانع زياته کړې، چې په دغه پېښه کې د بریدګر پر تن د چاودېدونکو توکو د چاودنې له امله ۳ تنه سرتېري ټپیان شوي دي.
د دغه بريد مسووليت تر دې دمه چا په غاړه نه دی اخيستی.