کابل / د چنګاښ١٢مه / باختر
په نورستان کې د يوښوونځي تاسيساتو په جوړېدو سره سګونو زده کوونکو ته د لومړي ځل لپاره د لوست مناسبه فضا برابره شوه.
دغو زده کوونکو د درسي ټولګيو د نشتوالې له پلوه ترخيمو او يا آزادې فضا کې زده کړې کولې.
د کليو د بيارغاونې اوپراختيا وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي د دغه ښوونځي تاسيسات په وايګل ولسوالۍ کې جوړ شوى چې ٨ درسي خوني لري او په يوه وخت کې کولاى شي ٣ سوه ٢٠ زده کوونکي تر پوښښ لاندې ونيسي .
زده کوونکي له دې امله چې د درسي ټولګيو خاوندان کېږي خوشحال دي.
\ ذ