امنیت

له افغان سرحدي ځواکونو سره په جګړه کې څلور تنه پاکستاني عسکر ووژل شول .

کابل باختر د وري شپږ ويشتمه :
څلور تنه پاکستاني پوځيان په خوست ولايت کې له افغان سرحدي ځواکونوسره  په جګړه کې ووژل شول .
ددغې جګړې په بهير کې  دوه تنه پاکستاني پوځيان  د افغان سرحدي ځواکونو له خوا ژوندي ونيول شول . 
  جګړه  نن سهار  هغه وخت پيل شوه چې  يوه ډله  پاکستاني پوځيانو  د ډيورنډ له کرښې څخه په تېريدو سره  د خوست ولايت  د ځاځيو ميدان ولسوالۍ  دووکليوته  ننوتل .
د رارسيدلو خبرونوله مخې ،  د دواړو هېوادونو د سرحدي ځواکونو ترمنځ جګړه دوام لري .
  د خوست د والي وياند طالب منګل  وويل په دې جګړه کې تراوسه پورې څلور تنه پاکستاني پوځيان وژل شوي دي  او دوه تنه نور يې د افغانستان د سرحدي ځواکونو له خوا ژوندي نيول شوي دي .
  ده وويل  پاکستاني پوځيانو په افغانستان يرغل کړى و،  او  افغان سرتېرو هم  په همدې خاطر په هغوى ډزې وکړې .
ويل کېږي  تر اوسه پورې په دې جګړو کې  يو افغان ملکي وګړى  شهيد شوى دى او دوه تنه نور ټپيان شوي دي .
دغه جګړه په خوست ولايت کې  د پيښې سيمې ته  څېرمه  د  بازارونو او ښوونځيو د تړل کېدو  سبب شوې ده  .
  د خوست ولايت  د امنيې قوماندانۍ سرپرست  عبدالحنان  وايي  چې کومکي  ځواکونه ساحې ته رسيدلي دي او له پاکستاني پوځيانو سره  په جګړه بوخت دي.
سرچينه زياتوي چې،  په افغانستان د پاکستاني پوځيانو  هر تېري ته به سخت ځواب ورکړي . حتم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته