خبرونهاقتصادټولنه

ننګرهار کې د ۷۰۳ میلیونه افغانیو په لګښت ۵۲۱ بېلابېلې پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

کابل،. د کب ۲۸مه، باختر
د ننګرهار د کلیو، بیا رغونې او پراختیا ریاست له لوري د یونپس په مالي ملاتړ په پچیراګام، رودات، مومنددرې او کوټ ولسوالیو کې د ۷۰۳ میلیونه افغانیو په لګښت ۵۲۱ بېلابېلې پروژې پلې او ګټې اخستنې ته وسپارل شوې.
د باختر اژانس خبر له مخې؛ د یادو پروژو د ګټې اخستنې مراسمو کې د کلیو، بیارغونې او پراختیا رئیس مولوي قسمت الله مبارز وویل چې څلور میاشتې وړاندې مو د دغه څلورو ولسوالیو د خلکو په خوښه په ۵۲۱ بېلابېلو پروژو باندې د ذکر شویو ادارو په مالي ملاتړ کار پیل کړی و، چې په یادو پروژو کې ۹۰ کیلو متره نوي سړکونه، ۱۵۵ کیلو متره سړکونو ترمیم او جغل اندازي، ۱۱ کیلو متره سړکونو کانکرېټ، ۳۵ کیلو متره استنادي دېوالونه، ۱۰۶۷ پلچکونه، ۶۲۷ کیلو مترو ویالو او کانالونو پاک کاري، ۱۱ کیلو مترو کانالونو کانکرېټ رېزي، ۱۵ برېښناکوټونه او ۵۵ د اوبو واړه ډیمونه جوړ شوي، چې ورسره ۳۲ زره کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې وه.
په ورته مهال د دغه ولایت د اقتصاد رئیس مولوي عطاءالرحمن فاتح د یادو پروژو د ګټې اخیستنې په پار خلکو ته مبارکي ورکړه او ویې ویل د اقتصاد ریاست راتلونکې کال لپاره پلان لري چې په ټولو ولسوالیو کې د تېر کال په پرتله د بیارغونې دوه چنده پروژې پلې کړي.
په غونډه کې د اړوندو ولسوالیو راغلیو مسوولینو او یو شمېر قومي مشرانو هم د یادو پروژو په تطبیق خوښي ښکاره کړه او د حفظ او مراقبت ژمنه یې وکړه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته