خبرونهفرهنګTOP

ننګرهار کې د نارنج ګل دودیزه مشاعره ترسره شوه

کابل، د کب ۱۹مه، باختر 

د نارنج ګل دودیزه مشاعره تېر شپه د هېواد له ګوټ ګوټ څخه د ګڼ شمېر لیکوالانو، شاعرانو، دولتي چارواکو او له کوزې پښتونخوا څخه راغلیو مېلمنو په شتون کې د شانداره مراسمو په ترڅ کې د ننګرهار ولایت د مرکز جلال آباد ښار په سراج العمارت تاریخي بڼ کې ترسره شوه.  

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتو چارو او د هنر او کلتور معینانو، چې په یاده مشاعره کې يې ګډون کړی وو په خپلو ویناوو کې د یادې مشاعرې د جوړولو په موخه د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست هڅې وستایلې.

دوی همدارنګه وویل چې نارنج ګل د جلال آباد، جلال او ښاېست دی او دا مشاعره یې د ننګرهار برم او عزم وباله.

هغوی ډاډ ورکړ، چې اسلامي امارت د ورته کلتوري ارزښتونو نمانځنې ته ژمن دی او په ښه توګه یې د نمانځې او بډاینې هڅې کوي. 

د نارنج ګل په سږنۍ مشاعره کې د کوزې پښتونخوا په ګډون د مرکز او د هېواد له ګوټ ګوټ څخه راغليو شاعرانو او ترنم کوونکو خپل شعرونه او ترنمونه ګډونوالو ته له امن او سکون څخه په ډکه فضا کې اورېدونکو ته ور واورول.

د مشاعرې په لړکې د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور رياست د تیاتر ممثلينو له لوري په زړه پورې تمثيلي پارچه هم نندارې ته وړاندې شوه، چې د ګډونوالو تود هرکلی یې له ځان سره درلود.

دغه د رنګین ماښام مشاعره د ماښام لمانځه وروسته پیل او د شپې تر ناوخته پکې ښکلي شعرونه او ترنمونه زمزمه کېدل.

د یادونې وړ ده، چې د نارنج ګل مشاعره د لومړي ځل لپاره په ۱۳۴۴ لمریز کال کې په جلال آباد ښار کې د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست او د دې سیمې د ادیبانو او فرهنګیانو په زیار او نوښت ترسره شوه، چې تر دې دمه په هر نظام کې له ځنډ پرته هر کال ترسره کېږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته